HealthKabulافغانستانپښتو

افغانستان او روسیې د روغتیايي همکاریو او د افغان روغتیايي کارکوونکو د روزنې… — Pajhwok

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-18 05:48:32🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر د روسیې له یوه پلاوي او په کابل کې د دغه هېواد د سفارت له استازو سره د روغتیا برخه کې د همکاریو پراختیا، په ځانګړي ډول د سرطان او زړه ناروغیو د تشخیص او درملنې برخو په اړه خبرې کړې دي. د عامې روغتیا وزارت نن (یکشنبې) پر خپله اېکس‌پاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي نورجلال جلالي د روسیې له یوه پلاوي او په کابل کې د دغه هېواد د سفارت له استازو سره لیدلي دي. د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د سرطان او زړه ناروغیو د تشخیص او درملنې برخو کې د افغان روغتیايي کارکوونکو د وړتیاوو پر لوړولو ټینګار شوی دی. مولوي نورجلال جلالي د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه کېدو لپاره د مسلکي او تخصصي روغتیايي کارکوونکو روزنه مهمه بللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د تجربو، تخصصي پوهې او مهارتونو د تبادلې غوښتنه کړې ده. خبرپاڼه زیاتوي چې روسي پلاوي د روغتیا برخه کې د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خپل نظرونه شریک کړي او په یادو برخو کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-10-18 05:48:32

مهالوېش

  1. Pajhwok

    افغانستان او روسیې د روغتیايي همکاریو او د افغان روغتیايي کارکوونکو د روزنې په اړه خبرې کړې دي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-18 10:18:01

افغانستان او روسیې د روغتیايي همکاریو او د افغان روغتیايي کارکوونکو د روزنې په اړه خبرې کړې دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button