Politicsافغانستانپښتوهرات

رپورټ/ افغانستان کښې د تاپي پروژې په کار کښې د پام وړ پرمختګ شوی

روان خبرPoliticsهرات1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-18 05:50:23🎙 راډیو واورئ

افغان چارواکي وایي، په افغانستان کې دننه یې د ټاپي پروژې له ګازو څخه د استفادې لپاره د لارو چارو ارزونه پیل کړې ده. د چارواکو په وینا، په کور دننه د ټاپي ګاز نل لیکې څخه ګټه اخیستنه به په هرات ولایت کې پیل شي. د امارتي شرکتونو ادارې ویاند، مولوي محمد نبي بهار وایي، د افغان ګاز امارتي شرکت مشر، مولوي اختر محمد منصور، د یوه پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته د سفر پر مهال، د ټاپي پروژې له ګازو څخه په افغانستان کې د استفادې، د نل لیکې د حریم معلومولو، د ګازو د وېش لپاره د تم ځایونو او د فرعي نل لیکو د غځولو د لارو چارو ارزونه ترسره کړه. مولوي محمد نبي بهار وویل، له ارزونې وروسته به د ټاپي پروژې له اصلي نل لیکې څخه د فرعي پایپ لاین لپاره د ګازو د وېش سب‌سټېشن د هرات ولایت په زنده‌جان ولسوالۍ کې جوړ شي. د مولوي بهار په وینا، له دې سب‌سټېشن څخه به د څه باندې ۲۸ کیلومترو په اوږدوالي او د ۲۰ انچه قطر لرونکی نل د هرات ولایت مرکزي صنعتي پارک ته وغځول شي. د نوموړي په خبره، په دغه پارک کې به موجودو ۱۴۰۰ فابریکو ته د ګاز انرژي ورکړل شي. هغه زیاته کړه، د عزیزي انرژۍ شرکت له لوري د پلان شوې درې زره مېګاواټه برېښنا د…

لنډ معلومات

ځایهرات
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-10-18 05:50:23

مهالوېش

  1. Parstoday

    رپورټ/ افغانستان کښې د تاپي پروژې په کار کښې د پام وړ پرمختګ شوی

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-10-18 05:39:35

رپورټ/ افغانستان کښې د تاپي پروژې په کار کښې د پام وړ پرمختګ شوی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button