کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، کاناډايي چارواکو ویلي چې د دغه هېواد د البرټا ایالت په یوه پوځي اډه کې د پراخې اورلګېدنې له امله یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. الجزیرې راپور ورکړی چې د کاناډا د ملي دفاع وزیر ډیویډ مکګینټي د شنبې په ورځ (د اکټوبر ۱۷مه) تایید کړې چې دغه اورلګېدنه د البرټا ایالت په «وینرایټ» پوځي اډه کې رامنځته شوې او مرګژوبله یې اړولې ده. نوموړي د دې پېښې له امله د خواشینۍ په څرګندولو ویلي چې په دې اورلګېدنه کې یو شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ځیني نور ټپیان شوي؛ خو د مرګژوبلې کره شمېر او د اورلګېدنې لامل یې نه دی په ډاګه کړی. د کاناډا د دفاع وزیر وضعیت «ډېر حساس او پېچلی» بللی او زیاته کړې یې ده چې د کاناډا شاهي پولیس هم د دې پېښې په څېړنه کې برخه لري. د نوموړي په وینا، د کاناډا وسلهوال ځواکونه د فدرالي، ایالتي او سیمهییزو چارواکو په همکارۍ د اورلګېدنې د مهارولو او زیانمنو کسانو ته د رسېدنې هڅې کوي. د وینرایټ سیمهییزو چارواکو ویلي چې اور د شنبې په ورځ د پوځي اډې له کټارې بهر خپور شوی او د سختو بادونو له امله په چټکۍ سره پراخ شوی دی. د راپور له مخې، د څو سیمو د اوروژنې ډلې د اور…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د کاناډا یوه پوځي اډه کې د اورلګېدنې له امله یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده
منابع
Afghan sources
د کاناډا یوه پوځي اډه کې د اورلګېدنې له امله یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده