Summary: د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر ملا محمد فاضل مظلوم اخند د مزارشریف له مولانا جلالالدین محمد بلخي له نړۍوال هوايي ډګر څخه لیدنه وکړه. ښاغلي مظلوم د یاد هوايي ډګر له عمومي رئیس مولوي محبالله محمد او یو شمېر کارکوونکو سره په کتنه کې د روانو پروژو د پرمختګ په اړه معلومات ترلاسه کړل. د هوايي ډګر مسوولینو وویل، چې په دغو پروژو کې د ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت د نړۍوالو معیارونو له مخې د تمځای جوړولو پروژه هم شامله ده، چې د مسافرو د اسانتیاوو برابرولو او د هوايي ډګر د خدمتونو د ښهوالي په موخه پلې کېږي. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر د روانو پروژو د چارو د بهیر د لیدنې پر مهال د اړوندو مسوولینو هڅې مثبتې وارزولې او سپارښتنه یې وکړه، چې د پروژو چارې دې په ټاکلي وخت او د اړینو معیارونو په رعایتولو سره بشپړې شي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر د مولانا جلال الدین محمدبلخي له نړۍوال هوايي ډګر څخه لیدنه وکړه
سرچینې
Afghan sources
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر د مولانا جلال الدین محمدبلخي له نړۍوال هوايي ډګر څخه لیدنه وکړه