Politicsافغانستانبلخدری

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر د مولانا جلال الدین محمدبلخي له نړۍوال… — Bakhtar

در حال تکمیلPoliticsبلخ1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-18 07:02:06🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر ملا محمد فاضل مظلوم اخند د مزارشریف له مولانا جلال‌الدین محمد بلخي له نړۍوال هوايي ډګر څخه لیدنه وکړه. ښاغلي مظلوم د یاد هوايي ډګر له عمومي رئیس مولوي محب‌الله محمد او یو شمېر کارکوونکو سره په کتنه کې د روانو پروژو د پرمختګ په اړه معلومات ترلاسه کړل. د هوايي ډګر مسوولینو وویل، چې په دغو پروژو کې د ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت د نړۍوالو معیارونو له مخې د تم‌ځای جوړولو پروژه هم شامله ده، چې د مسافرو د اسانتیاوو برابرولو او د هوايي ډګر د خدمتونو د ښه‌والي په موخه پلې کېږي. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر د روانو پروژو د چارو د بهیر د لیدنې پر مهال د اړوندو مسوولینو هڅې مثبتې وارزولې او سپارښتنه یې وکړه، چې د پروژو چارې دې په ټاکلي وخت او د اړینو معیارونو په رعایتولو سره بشپړې شي.

اطلاعات کوتاه

مکانبلخ
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-18 07:02:06

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر د مولانا جلال الدین محمدبلخي له نړۍوال هوايي ډګر څخه لیدنه وکړه

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-17 16:32:49

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر د مولانا جلال الدین محمدبلخي له نړۍوال هوايي ډګر څخه لیدنه وکړه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button