جاغوري که پاکستان؟ د قربانۍ یوې پروژې د پلې کېدو معما — Pajhwok
کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۵): د پژواک موندنې ښیي چې «قرباناېډ» موسسې پر خپله فېسبوکپاڼه د غزني جاغوري ولسوالي د قربانۍ د یوې پروژې د پلې کېدو ځای ښودلی، خو اوس وایي چې پروژه په پاکستان کې پلې شوې وه؛ ځايي سرچینې هم په جاغوري کې د دې پروژې عملي کېدا ردوي. «قرباناېډ» د ۲۰۲۶ کال د جون له پنځمې تر نهمې په جاغوري کې د قربانۍ د یاد پروګرام په اړه پر خپله فېسبوکپاڼه اته پوسټونه خپاره کړي او ګڼ شمېر انځورونه یې ورسره شریک کړي دي. دغه بنسټ په یوه پوسټ کې لیکلي چې د قربانۍ پروګرام په افغانستان کې په بریالیتوب سره ترسره شوی دی. «قرباناېډ» وروسته د پروګرام اړوند نور انځورونه هم خپاره کړي چې پر ورسره پاڼو «Jaghori, Afghanistan» لیکل شوي او جاغوري د پروګرام د پلي کېدو د ځای په توګه ښودل شوی دی. په غزني ولایت کې له فقر سره د مبارزې «نجات افغان» موسسې (APRCO) مشر عبدالمالک حبیبي پژواک ته وویل چې د ۲۰۲۶ کال د لوی اختر له رارسېدو مخکې د مالیزیا د قرباناېډ موسسې استازی حاجي اسود افغانستان ته راغلی و او له دوی سره یې د قربانۍ د یوې پراخې پروژې پلې کېدو په اړه خبرې کړې وې. د هغه په خبره، د دواړو لورو ترمنځ لومړنۍ هوکړه وشوه او ټاکل شوې وه چې یاده پروژه د غزني په…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
جاغوري که پاکستان؟ د قربانۍ یوې پروژې د پلې کېدو معما