زرنج (پژواک)- د نیمروز امنیه قومانداني وايي چې د زرنج – دلارام پر لويه لار د لخشکان پوستې ساحه کې د ترافيکي پېښې له امله درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي. د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي ګلمحمد قدرتپژواک ته وویل چې دغه پېښه نن سهار د زرنج – دلارام پر لويه لار د لخشکان پوستې په سیمه کې د موټر چپه کیدو له امله شوې ده. هغه زياته کړه چې امنیتي ځواکونه پر وخت د پېښې ځای ته رسېدلي او لازم اقدامات يې ترسره کړي دي. د نوموړي په خبره چې پېښه د موټرچلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله شوې ده.
Quick facts
Locationنیمروز
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-18 13:17:01
Timeline
-
Pajhwok
نیمروز کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي
Sources
Afghan sources
PajhwokPS
2026-10-18 17:45:23
نیمروز کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي