Kabulافغانستانامنیتدری

خواجه اصف: ګڼو پاکستاني چارواکو اروپا او امریکا کې د دایمي استوګنې لپاره… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-18 15:00:21🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۵): د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي چې د دغه هېواد ګڼو چارواکو د دولتي دندو پر مهال په کاناډا، امریکا، برېتانیا او اروپا کې د دایمي استوګنې لپاره چمتووالی نیولی دی. خواجه اصف پر خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي،چې د پاکستان ګڼ شمېر دولتي چارواکي په تېرو څو کلونو کې یادو هېوادونو ته تللي او او هلته یې ځانونو ته د دایمي استوګنې لپاره زمینې برابرې کړې دی. هغه زیاته کړې، په تېرو څو کلونو کې پرتګال هم د پاکستاني دولتي چارواکو د کډوالۍ پر یوه مهم مقصد بدل شوی دی. د پاکستان د دفاع وزیر ادعا کړې چې یو کس، چې د ځینو شتمنو دولتي چارواکو لپاره یې د دایمي استوګنې د اسنادو په برابرولو کې منځګړیتوب کاوه، له هغوی څخه د پام وړ پیسو تر ترلاسه کولو وروسته تښتېدلی دی. نوموړي د دغه کس او اړوندو چارواکو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي. خواجه اصف پوښتنه کړې، هغه چارواکي چې مهمې دولتي دندې یې ترسره کړې، د حکومتونو له ملاتړ برخمن شوي او د شتمنۍ د ترلاسه کولو فرصتونه یې لرلي، له خپل هېواد او دولتي دندو سره څومره ژمن پاتې شوي دي؟ هغه دا هم پوښتلي چې ایا دغه چارواکي د خپلې دندې تر پایه له پاکستان سره ژمن پاتې کېږي، که دولتي دندې ورته یوازې بهر ته د کډوالۍ…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-18 15:00:21

خط زمانی

  1. Pajhwok

    خواجه اصف: ګڼو پاکستاني چارواکو اروپا او امریکا کې د دایمي استوګنې لپاره چمتووالی نیولی

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-18 19:30:14

خواجه اصف: ګڼو پاکستاني چارواکو اروپا او امریکا کې د دایمي استوګنې لپاره چمتووالی نیولی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button