Kabulافغانستانامنیتدری

فرانسه کې د ژوند د لوړو لګښتونو پر ضد تاوتریخجنو لاریونونو کې سلګونه… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-18 18:28:03🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۵): د فرانسې په بېلابېلو ښارونو کې د ژوند د لوړو لګښتونو او د ښوونځیو د خراب وضعیت پر ضد د پراخو او تاوتریخجنو لاریونونو پر مهال له پولیسو سره نښتې شوې، هټۍ او عامه ودانۍ زیانمنې شوې او شاوخوا ۱۸۰۰ کسان نیول شوي دي. د الجزیرې او رویټرز د راپورونو له مخې، د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د شنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۷مه) د دغه هېواد په کچه شاوخوا ۵۵۰ زره کسانو په لاریونونو کې ګډون کړی و؛ خو د لاریونونو تنظیموونکو د ګډونوالو شمېر ۸۰۰ زره ښودلی دی. راپورونه زیاتوي چې د یکشنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۸مه) هم د پاریس په مرکز کې، په ځانګړي ډول د جمهوریت په میدان کې، د لاریونونو او تاوتریخوالي د پېښو په تړاو د پولیسو حضور زیات شوی و او د اور لګېدو له یوې پېښې وروسته تور لوګي پورته کېدل. د راپورونو له مخې، په پاریس، مارسی او نورو ښارونو کې ځینې هټۍ لوټ شوې، ودانۍ زیانمنې شوې او له پولیسو سره د نښتو پر مهال له اوښکې بهوونکي ګاز څخه هم کار واخیستل شو. د فرانسې چارواکو ویلي چې د پېښو پر مهال سلګونه پولیس او د بیړنیو خدمتونو کارکوونکي ټپیان شوي دي. د دغو لاریونونو لومړۍ څپه د سپټمبر په نیمایي کې د پاریس په شمالي څنډو کې له ښوونځیو…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-18 18:28:03

خط زمانی

  1. Pajhwok

    فرانسه کې د ژوند د لوړو لګښتونو پر ضد تاوتریخجنو لاریونونو کې سلګونه کسان نیول شوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-18 22:56:56

فرانسه کې د ژوند د لوړو لګښتونو پر ضد تاوتریخجنو لاریونونو کې سلګونه کسان نیول شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button