Summary: د جوزجان د پوهنې ریاست په شبرغان ښار او د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې د شپږو ښوونځیو د ودانیو د بیارغولو چارې پیل کړې. د جوزجان د پوهنې رئیس مولوي حزب الله مبشر باختر اژانس ته ویلي، چې په دې پروژه کې د شبرغان ښار د هلکانو اوره مست ښوونځی، د اقچې ولسوالۍ د هلکانو کمک منصور ښوونځی، د درزاب ولسوالۍ د هلکانو لېسه، د فیضاباد ولسوالۍ نصرتاباد لېسه، د خماب ولسوالۍ بوزاریغ ښوونځی او د منګجک ولسوالۍ هارون اول لېسه شامله ده.یادې ودانۍ د پوهنې وزارت په مالي ملاتړ د درې میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي.ورته مهال یو شمېر ځايي اوسېدونکو د دغې پروژې د پیل هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې، چې د ترمیمي چارو په بشپړېدو سره به د درسي ټولګیو وضعیت ښه او د زدهکړو لپاره به مناسب شرایط برابر شي.
لنډ معلومات
ځایجوزجان
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-10-18 19:05:12
مهالوېش
-
Bakhtar
جوزجان کې د شپږو ښوونځیو ودانۍ بیارغول کېږي