EnglishPoliticsافغانستانجوزجان

جوزجان کې د شپږو ښوونځیو ودانۍ بیارغول کېږي — Bakhtar

DevelopingPoliticsجوزجان1 SourcesUpdated: 2026-10-18 19:05:12🎙 Listen to radio

Summary: د جوزجان د پوهنې ریاست په شبرغان ښار او د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې د شپږو ښوونځیو د ودانیو د بیارغولو چارې پیل کړې. د جوزجان د پوهنې رئیس مولوي حزب الله مبشر باختر اژانس ته ویلي، چې په دې پروژه کې د شبرغان ښار د هلکانو اوره ‌مست ښوونځی، د اقچې ولسوالۍ د هلکانو کمک منصور ښوونځی، د درزاب ولسوالۍ د هلکانو لېسه، د فیض‌اباد ولسوالۍ نصرت‌اباد لېسه، د خم‌اب ولسوالۍ بوزاریغ ښوونځی او د منګجک ولسوالۍ هارون اول لېسه شامله ده.یادې ودانۍ د پوهنې وزارت په مالي ملاتړ د درې میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي.ورته مهال یو شمېر ځايي اوسېدونکو د دغې پروژې د پیل هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې، چې د ترمیمي چارو په بشپړېدو سره به د درسي ټولګیو وضعیت ښه او د زده‌کړو لپاره به مناسب شرایط برابر شي.

Quick facts

Locationجوزجان
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-10-18 19:05:12

Timeline

  1. Bakhtar

    جوزجان کې د شپږو ښوونځیو ودانۍ بیارغول کېږي

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-18 09:37:51

جوزجان کې د شپږو ښوونځیو ودانۍ بیارغول کېږي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button