د طالبانو پر ضد د سیاسي مخالفانو هڅې او د نظامي جبهو د فعالیتونو له پراخېدو سره د طالبانو د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزیر خالد حنفي خبرداری ورکړی، چې هېچا ته د «اسلامي نظام» د تخریبولو اجازه نهورکوي. خوشال سادات، د طالبانو له یوې اړوندې رسنۍ سره د انلاین مرکې پر مهال د پاکستان پر وړاندې د دوی دریځ وستایه او ادعا یې وکړه، چې پاکستان په اقتصادي، سیاسي، تسلیحاتي او هره برخه کې له ژور ناورین سره مخ دی. د هغه د ادعا له مخې، د بلوچستان ۹۰ سلنه د پاکستان له کنټروله وتلی او پښتونخوا به هم د ده په ټکیو، د بلوچستان په دوام، له دغه هېواد څخه« ازادي» واخلي. دغه پخواني افغان جنرال، د یو شمېر بلوڅ ډلو هغه ادعا تایید کړه، چې ګواکې د تېر افغان جمهوري نظام یو شمېر پاکستان ته تللي پوځیان، د پاکستان په پلوۍ د بلوڅ ډلو پر وړاندې جنګیږي. خوشال سادات، دا ادعا شوی عمل« شرموونکی» یاد کړ. خوشال سادات، چې د تېر جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال او د ملي امنیت د لوی ریاست اوپراتیفي مرستیال پاتې شوی و؛ په دې مرکه کې پر افغانستان د واکمنو طالبانو په پلوۍ او د هغوی د وسله والو مخالفانو پر ضد هم توندې څرګندونې وکړې. دغه پخواني جنرال، د خپلې مرکې په…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
خالد حنفي: هېچا ته به اجازه ورنهکړو چې «اسلامي نظام» تخریب کړي
منابع
Afghan sources
خالد حنفي: هېچا ته به اجازه ورنهکړو چې «اسلامي نظام» تخریب کړي