EconomyKabulافغانستانپښتو

پوتین د اوکراین جګړې پای ته رسېدو لپاره له ټرمپ او شي جین‌پینګ… — Pajhwok

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-19 05:53:26🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وړاندیز کړی چې راتلونکې میاشت له خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ او د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ سره غونډه وکړي، څو د اوکراین د څلورکلنې جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي. وال‌سټرېټ ژورنال د یوه پخواني روسي استخباراتي افسر له قوله چې له دې موضوع خبر دی، پرون (یکشنبه) راپور ورکړی چې پوتین دغه وړاندیز د اکټوبر په نهمه له ټرمپ سره په ټیلېفوني خبرو کې مطرح کړی دی. په راپور کې راغلي چې د دواړو ولسمشرانو دغه ټیلېفوني خبرې په هغه وخت کې د مسکو او واشنګټن ترمنځ د روسیې د ډېزلو پېرلو پر یوه هوکړه تمامې شوې وې. وال‌سټرېټ ژورنال د هغو کسانو له قوله چې له خبرو خبر دي، راپور ورکړی چې کرملین وړاندیز کړی چې دغه درې‌اړخیزه غونډه دې د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو(APEC) سازمان د راتلونکې غونډې په څنډه کې جوړه شي. ټاکل شوې چې د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو راتلونکې غونډه د نومبر په ۱۸مه او ۱۹مه د چین په شېنجن ښار کې جوړه شي. په همدې حال کې، د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف وال‌سټرېټ ژورنال ته ویلي چې د دې احتمالي لیدنې په اړه خبرې روانې دي. هغه زیاته کړې: «لا هم د دې لیدنې د اصل او احتمالي اجنډا په…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-10-19 05:53:26

مهالوېش

  1. Pajhwok

    پوتین د اوکراین جګړې پای ته رسېدو لپاره له ټرمپ او شي جین‌پینګ سره د درې‌اړخیزې غونډې وړاندیز کړی

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-19 10:22:32

پوتین د اوکراین جګړې پای ته رسېدو لپاره له ټرمپ او شي جین‌پینګ سره د درې‌اړخیزې غونډې وړاندیز کړی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button