DiplomacyKabulافغانستاندری

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خپل د هرات رییس ته منسوبه خپره… — Pajhwok

در حال تکمیلDiplomacyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-19 06:47:02🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، یو خپور شوی ویډیوي کلېپ چې د هرات د کار او ټولنیزو چارو رییس ته منسوبېږي او د پاکستان پوځي رژیم په ملاتړ یې خبرې کړې، کاملاً بې‌اساسه دی. د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، هغه ويډيويي کلېپ چې ادعا کیږي ګویا د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس د پاکستان پوځي رژیم په ملاتړ خبري کوي، کاملا بې‌اساسه دی. سرچینې لیکلي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هماغه نوم کوم رییس نه لري. د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي چې د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس حافظ میرزامحمد ابومنصور دی او د نوموړي ویډیو یې هم خپره کړې ده. په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چار رییس ته منسوبه یوه ویډیو لاس په لاس کېږي. #کار_او_ټولنیزو_چارو_وزارت #هرات #د_ویډیو_رد #افغانستان #Afghanistan #Herat #FalseVideoClaims #MinistryOfLabor

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعDiplomacy
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-19 06:47:02

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د کار او ټولنیزو چارو وزارت خپل د هرات رییس ته منسوبه خپره شوې ویډیو بې‌اساسه بللې ده

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-19 11:15:14

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خپل د هرات رییس ته منسوبه خپره شوې ویډیو بې‌اساسه بللې ده

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button