کابل (پژواک) – د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، یو خپور شوی ویډیوي کلېپ چې د هرات د کار او ټولنیزو چارو رییس ته منسوبېږي او د پاکستان پوځي رژیم په ملاتړ یې خبرې کړې، کاملاً بېاساسه دی. د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، هغه ويډيويي کلېپ چې ادعا کیږي ګویا د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس د پاکستان پوځي رژیم په ملاتړ خبري کوي، کاملا بېاساسه دی. سرچینې لیکلي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هماغه نوم کوم رییس نه لري. د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي چې د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس حافظ میرزامحمد ابومنصور دی او د نوموړي ویډیو یې هم خپره کړې ده. په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چار رییس ته منسوبه یوه ویډیو لاس په لاس کېږي. #کار_او_ټولنیزو_چارو_وزارت #هرات #د_ویډیو_رد #افغانستان #Afghanistan #Herat #FalseVideoClaims #MinistryOfLabor
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
د کار او ټولنیزو چارو وزارت خپل د هرات رییس ته منسوبه خپره شوې ویډیو بېاساسه بللې ده
Sources
Afghan sources
د کار او ټولنیزو چارو وزارت خپل د هرات رییس ته منسوبه خپره شوې ویډیو بېاساسه بللې ده