د غزني په قرهباغ کې خلکو په خپل لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ… — Pajhwok
غزنيښار (پژواک) – د غزني د قرهباغ ولسوالۍ د طاقچین سیمې اوسېدونکو په څه باندې شپږ میلیونه افغانیو شخصي لګښت یوه ښوونځي ودانۍ جوړه کړې ده چې شاوخوا ۳۰۰ زدهکوونکو ته د زدهکړو مناسب چاپېریال برابروي. دغه ودانۍ پرون (د تلې ۲۶مه) د اړوندو چارواکو، مسوولینو او د سیمې د خلکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د یادې پروژې مسوول انجنیر محمدعیسی حیدري پژواک ته وویل چې د یاد ښوونځي ودانۍ پر ۴۵۰ متره مربع ځکه ودانه شوې او احاطه یې ټوله درې جریبه ده. هغه زیاته کړه چې دغه ودانۍ اته درسي خونې، یوه اداري خونه، کتابتون، د غونډو تالار، د برېښنا سیسټم، ژوره څاه، د پاکو اوبو زېرمه او تشنابونه لري. هغه دغهراز وویل چې د ښوونځي احاطه کې د فوټبال لوبغالی هم جوړ شوی دی. د طاقچین ښوونځي یوه ښوونکي نعمتالله توکلي وویل، د ښوونځي پخوانۍ ودانۍ په ۱۳۷۵ کال کې د خلکو په مرسته جوړه شوې وه، خو د وخت په تېرېدو زړه او تخریب شوې وه او زدهکوونکو یې په نامناسبو شرایطو کې زدهکړې کولې. هغه زیاته کړه چې د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به د زدهکوونکو د زدهکړو شرایط ښه شي. د دغه ښوونځي دوو زدهکوونکو محمدامین او مهناز پژواک ته وویل چې د ښوونځي پخوانۍ ودانۍ خرابه وه او د باد او باران پر مهال به یې د زدهکړو…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د غزني په قرهباغ کې خلکو په خپل لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړه
منابع
Afghan sources
د غزني په قرهباغ کې خلکو په خپل لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړه