Summary: د کاپیسا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې سږ کال (۱۴۰۵ کال) په دغه ولایت کې ۴۵ زره ۶۹۱ مټریک ټنه غنم راټول کړل شوي، چې د تېر کال په پرتله ۲ سلنه زیاتوالی ښيي. د کرنیزو چارو امر خواجه محمد شفیع صدیقي باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل چې سږکال پر ۱۲ زره ۳۵۳ هکټاره اوبیزه او ۳۰۰ هکټاره للمي ځمکه غنم کرل شوي وو او د ولایت د غنمو شاوخوا ۴۰ سلنه اړتیا یې پوره کړې ده.د نوموړي په وینا، د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو کارول، د نباتي افتونو کنټرول او د زرګونو بزګرانو تخنیکي روزنه د حاصلاتو د زیاتوالي مهم عوامل دي.د یادونې وړ ده، چې د کرنې ریاست پلان لري په راتلونکي کال کې هم د کاپیسا د دوو ولسوالیو پر زر بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
کاپیسا کې سږکال څه باندې ۴۵ زره مټریک ټنه غنم راټول کړل شوي
سرچینې
Afghan sources
کاپیسا کې سږکال څه باندې ۴۵ زره مټریک ټنه غنم راټول کړل شوي