افغانستانامنیتپښتوغور

برازیل افغانستان ته په ماتې ورکولو سره د شپږ اړخیزو فوټسال سیالیو اتلولي… — Bbc

روان خبرSecurityغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-19 08:18:22🎙 راډیو واورئ

د برازیل د فوټسال ملي لوبډلې د یکشنبې په ماښام د شپږ اړخیزو نړیوال سیالیو پایلوبه کې افغانستان ته د ۶-۰ په ستر توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې خپله کړه. برازیل له پیله پر لوبه بشپړ کنټرول درلود او د لوبې په لومړیو شېبو کې یې لومړی ګول وواهه. د لومړۍ نیمایي په اوږدو کې افغان لوبغاړو دفاعي مقاومت وکړ او دروازه‌ساتونکي جواد صفري په څو مهمو ژغورنو سره د برازیل د نورو ګولونو مخه ونیوله. لومړۍ نیمایي د برازیل په ۱-۰ برلاسۍ پای ته ورسېده. په دویمه نیمایي کې د افغانستان لپاره شرایط لا سخت شول. عباس حیدري د نیمایي په ۱۶مه دقیقه کې د خطا له امله سور کارت ترلاسه کړ او له لوبې وایستل شو. له دې وروسته، برازیل د عددي برلاسۍ څخه ګټه پورته کړه او خپل دویم ګول یې هم ثبت کړ. وروسته امید قنبري د خطا او جواد صفري د لوبڅار پر پرېکړې د اعتراض له امله ژېړ کارتونه ترلاسه کړل. برازیل د لوبې له پای ته رسېدو شپږ دقیقې مخکې درېیم ګول هم وواهه او بیا یې د خپلو فرصتونو په ښه کارولو سره درې نور ګولونه هم وکړل، چې په دې توګه یې د بریا شمېر ۶-۰ ته ورساوه. د لوبې په وروستیو شېبو کې سید مرتضی حسيني هم سور کارت ترلاسه کړ او له ډګره وایستل شو. له…

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-19 08:18:22

مهالوېش

  1. Bbc

    برازیل افغانستان ته په ماتې ورکولو سره د شپږ اړخیزو فوټسال سیالیو اتلولي وګټله – BBC News پښتو

سرچینې

External sources

BbcPS
2026-10-19 07:15:52

برازیل افغانستان ته په ماتې ورکولو سره د شپږ اړخیزو فوټسال سیالیو اتلولي وګټله – BBC News پښتو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button