د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ ولسوال نصرالله نظري له خپلو دوو زامنو سره په خپل کور کې د چاودنې او اورلګېدنې له امله ټپي شوی دی. په تخار کې امنیه قوماندانۍ د دې پېښې لامل د ګاز ډبې تخنیکي ستونزه بللې او ویلي یې دي، چې د نظري دوه زامن سخت ټپیان شوي دي. د سرپرست حکومت د چارواکو په وینا، امنیتي ځواکونو د اور له مهارولو وروسته ټپیان د تخار ولایتي روغتون ته لېږدولي دي. سیمهییزو سرچینو د نصرالله نظري د دوو زامنو روغتیايي وضعیت نازک بللی دی.
Quick facts
Locationتخار
TopicHealth
Sources1
Updated2026-10-19 08:42:41
Timeline
-
Parstoday
د تخار د کلفګان ولسوال له خپلو دوو زامنو سره د چاودنې له امله ټپي شوی
Sources
External sources
ParstodayPS
2026-10-19 08:36:11
د تخار د کلفګان ولسوال له خپلو دوو زامنو سره د چاودنې له امله ټپي شوی