خبرونه

پاکستان: له ایران سره يې د شخړې پر کمولو هوکړه کړې

د خبر مهمې
  • د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیران سره غږېدلي
  • پاکستان ډاډ ورکړی چې نوره شخړه نه غواړي
  • د ديپلوماتیکو اړیکو بېرته رغولو هوکړه شوې
  • پاکستان او ایران په امنيتي برخو کې پر نږدې همکاریو سلا شوي

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه وینا پاڼه کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني د ایران بهرنیو چارو له وزیر امیر حسن عبدالهیان سره په اړیکو کې د شخړې پر کمولو هوکړه کړې.

د خبرپاڼې له مخې دوی دوی د موضوعاتو د سوله‌ييز حل او همکاریو په تړاو غږېدلی او په امنيتي چارو کې یې د لا نږدې همکارۍ ژمنه کړې.

دغه وزارت دا هم ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر يې د ترکيې د بهرنیو چارو له وزیر سره په دې اړه هم غږېدلی او ورته ويلي يې دي چې پاکستان نه غواړي شخړه غټه شي او د برید موخه یې یوازې د پاکستان د مخالفینو په نښه کول وو.

دواړو لورو له دې وړاندې ديپلوماتیکې اړیکې هم ځنډولې وې. پاکستان په خپله خاوره د ایران له برید وروسته له تهرانه خپل سفیر ور غوښتی و او اسلام آباد ته يې د تهران د سفیر د نه ور ستنېدو هم ویلي وو. خو اوس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغو اړیکو او راشې درشې په ښه کولو بېرته سلا شوي.

اړوندې مقالې

Back to top button