DevelopmentEnglishافغانستانهرات
بادغیس کې ترافیکي پېښه؛ د دوو ماشومانو په ګډون څلورو کسانو ژوند له… — Pajhwok
قلعهنو (پژواک) – د بادغیس امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز قلعهنو په مربوطاتو کې یوې درې ته د موټر لوېدو له امله د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. د بادغیس د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیقالله صدیقي ویلي چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته شوې ده او یو کس ټپي شوی هم دی. هغه زیاته کړې چې د پېښې د قربانیانو جسدونه او ټپي کس د بادغیس مرکز قلعهنو ښار ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي. سرچینه زیاتوي چې د پېښې قربانیان د هرات ولایت اوسېدونکي وو او د تفریح لپاره د بند سبزک سیمې ته تللي وو.
Quick facts
Locationهرات
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-10-19 11:32:02
Timeline
-
Pajhwok
بادغیس کې ترافیکي پېښه؛ د دوو ماشومانو په ګډون څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی
Sources
Afghan sources
PajhwokPS
2026-10-19 15:59:52
بادغیس کې ترافیکي پېښه؛ د دوو ماشومانو په ګډون څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی