کابل (پژواک)ـ د اسلامي امارت ویاند وايي، ا.ا د رسنیو د سانسور اراده نه لري او د ملي مصلحتونو خلاف د هغو مطالبو نه خپرول چې خپرېدو ته یې اړتیا نه وي، سانسور نه ګڼل کېږي. هغه له دولتي ویاندویانو وغوښتل چې له رسنیو سره کره معلومات پر وخت شریک کړي. د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد او د کندهار نوی مرستیال والي مولوي سیفالدین تایب نن دوشنبه د کندهار ولایت په مقام کې له خبریالانو سره وکتل. ذبیح الله مجاهد په دغې کتنه کې وویل چې، ا.ا د رسنیو د سانسور اراده نه لري او هغه مطالب چې د ملي مصلحتونو خلاف وي او د خپرېدو اړتیا یې نه وي، نه خپرول یې د رسنیو د سانسور په معنا دي. هغه د خبریالانو د هڅو او فعالیتونو په ستایلو سره ټینګار وکړ چې خبریالانو ته باید لازمې اسانتیاوې برابرې او د پېښو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه معلومات پر وخت ورسره شریک شي. ده له دولتي ویاندویانو هم وغوښتل چې د شایعاتو د مخنیوي او د معلوماتو په برخه کې د روڼتیا د تأمین لپاره کره معلومات پر وخت له رسنیو سره شریک کړي، څو خبریالان د خلکو پوښتنو ته ځوابونه ومومي او د ناسمو معلوماتو د خپرېدو مخه ونیول شي. مجاهد زیاته کړه چې ځینې بهرنۍ کړۍ د افغانستان په اړه د رسنیزې ناامنۍ د رامنځته کولو…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
مجاهد: د ملي مصلحتونو خلاف د مطالبو نه خپرول د رسنیو د سانسور په معنا نه دي
Sources
Afghan sources
مجاهد: د ملي مصلحتونو خلاف د مطالبو نه خپرول د رسنیو د سانسور په معنا نه دي