Summary: د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور، نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا له والي مولوي مهرالله حماد سره کتلي دي. باختر اطلاعاتي اژانس ته د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د پکتیا والي په دغه ولایت کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له اغېزمنوکارونو څخه مننه کړې او ویلي یې دي: "د اسلامي امارت په بیا واکمنۍ سره د هېواد په ګوت ګوت کې بېلابېلې پراختیايي پروژې پلې شوې او زموږ ولس ترې ګټه پورته کوي."هغه د پکتیا خلکو د اړتیاوو پر بنسټ د پاکو اوبو رسولو، پلونو، پلګوټو او کلیوالي سړکونو د جوړولو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده. دغه راز د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ویلي چې دغه وزارت د پروژو پلي کولو پر مهال لومړیتوبونه په پام کې نیسي او د متوازن انکشاف له مخې کار کوي. هغه زیاته کړې ده: "موږ تل هڅې کوو چې خپل ولس ته داسې ټولګټې او پراختیايي پروژې پلې کړو، چې له اسانتیاوو څخه يې څوک بې برخې پاتې نه شي."
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر د پکتیا له والي سره وکتل