EnglishPoliticsافغانستانپنجشېر

پنجشېر کې د څلور ډوله طبي بوټو د پلور تړون لاسلیک شو — Bakhtar

DevelopingPoliticsپنجشېر1 SourcesUpdated: 2026-07-04 12:59:24🎙 Listen to radio

Summary: د پنجشېر ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي چې د دغه ولایت څلور ډوله طبي بوټو د پلور تړون د ازادې داوطلبۍ له لارې له یوه خصوصي سکټور سره د ۹۸۱ زره ۷۴۰ افغانیو په ارزښت لاسلیک شو. د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس قاري فضل الله دیوبند په وینا پنج‌انگشت، شیره کمال، لروک، خینه‌کاه هغه بوټي دي، چې قراردادي شرکت یې د راټولولو او پلور چارې پر مخ وړي.سیمه ییزو مسوولینو ویلی چې شتل، رخه، عنابه، حصه اول او پریان هغه ولسوالۍ دي چې پکې دا ډول بوټي زیات موندل کېږي.د هغوی په وینا، اوسمهال په یاد ولایت کې ۳۹ ډوله طبي بوټي پېژندل شوي، چې د راټولولو او پلورلو چارې یې په قانوني ډول ترسره کېږي.

Quick facts

Locationپنجشېر
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-07-04 12:59:24

Timeline

  1. Bakhtar

    پنجشېر کې د څلور ډوله طبي بوټو د پلور تړون لاسلیک شو

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-04 09:52:16

پنجشېر کې د څلور ډوله طبي بوټو د پلور تړون لاسلیک شو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button