Kabulافغانستانامنیتدری

خلیلزاد: منځنۍ اسیا کې د روسیې يا چین برلاسی د امریکا مهمې امنیتي… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-19 17:58:18🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې په منځنۍ اسیا کې د روسیې یا چین برلاسی د امریکا مهمې امنیتي ګټې ګواښلی شي. خلیلزاد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هڅه کوي د روسیې پخوانۍ امپراتوري بېرته ورغوي او که څه هم اوکراین یې د اهدافو په سر کې دی، د منځنۍ اسیا هېوادونه هم د هغه د موخو په لړ کې شامل دي. هغه زیاته کړې چې چین هم په سیمه کې د برلاسۍ په لټه کې دی. خلیلزاد اوزبېکستان ته د‌ امريکا د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو د سفر او د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د هغه د لیدنې هرکلی کړی دی. هغه زياته کړې چې منځنۍ اسیا له اقتصادي پلوه د امریکا لپاره ورځ تر بلې مهمه کېږي او د امریکا خصوصي سکټور هم دې موضوع ته پام اړولی دی. د خلیلزاد په خبره، دغه‌راز د خلیج او جنوبي اسیا هېوادونه هم په دې اړه ورته لیدلوری لري او دغه وضعیت د ګډو اقداماتو لپاره فرصتونه برابروي. هغه ټینګار کړی چې امریکا باید د یوې دوامدارې ستراتیژۍ په چوکاټ کې په سیمه کې خپلې اقتصادي او امنیتي ګټې په فعاله توګه تعقیب کړي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-19 17:58:18

خط زمانی

  1. Pajhwok

    خلیلزاد: منځنۍ اسیا کې د روسیې يا چین برلاسی د امریکا مهمې امنیتي ګټې ګواښلی شي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-19 22:26:43

خلیلزاد: منځنۍ اسیا کې د روسیې يا چین برلاسی د امریکا مهمې امنیتي ګټې ګواښلی شي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button