Summary: د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د مرکزي خصوصي پوهنتونونو له رئیسانو او استازو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزو اورېدو تر څنګ اوسنی نظام د رحمت او شفقت نظام بللی او ويلي يې دي، چې اوسنی نظام عدالت ته ژمن دی او د خلکو لپاره د اسانتیاوو او هوساینې د رامنځته کولو اراده لري او غواړي په مختلفو برخو کې په پراخ ډول پرمختګونه ولري. دغه وزارت په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې نوموړي په دې ناسته کې همدارنګه ويلي:«موږ ټولو امارتي پوهنتونونو ته سپارښتنه کړې چې په ټولنه کې د اړتیا وړ پوهنځي او څانګې ایجاد کړي او له هغوی څخه یې غوښتنه وکړه چې د ټولنې د اړتیا وړ پوهنځيو او څانګو د ایجاد غوښتنه وکړي، تر څو افغانستان له ستونزو خلاص او خودکفا شي.» ښاغلي نديم په جوزجان او سرپل پوهنتونونو کې د کانونو پوهنځي شتون د بېلګې په توګه یاد کړو او د هرې سیمې د اړتیاوو او ځانګړنو په پام کې نیولو سره يې د برنامو پر ایجاد ټینګار کړی.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د لوړو زده کړو وزیر د مرکزي خصوصي پوهنتونونو د رئیسانو ستونزې واورېدې
Sources
Afghan sources
د لوړو زده کړو وزیر د مرکزي خصوصي پوهنتونونو د رئیسانو ستونزې واورېدې