Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته د خپرونو چارو د معین مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه. په دې ناسته کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې شوې او هغو کتابونو ته چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو؛ د چاپ اجازه ورکړل شوې ده. همدارنګه د ۲۵ بېلابېلو عنوانونو درلودونکي ۱۳۰ ټوکه صادر او وارد شويو کتابونو په اړه لازمې پریکړې شوې او ۱۰ ټوکه راجع شوي کتابونه د کمېسیون غړيو ته سپارل شوي، څو يې په راتلونکې ناسته کې راپور وړاندې کړي. په ناسته کې همدا رنګه، د هېواد تکړه لیکوال ډاکټر مجاب، د کتاب لوستلو فرهنګ د ترويج په اړه خپله طرحه وړاندې کړې چې دا طرحه د کمېسیون د غړيو له لوري ستایل شوې او د تطبیق په برخه کې ورسره د همکارۍ ژمنه شوې ده. د ناستې په پای کې، د خپرندویانو د ستونزو او د چاپ لپاره د کاغذ په اړه هم بحث شوی او په اړه يې لازم تصميمونه نیول شوي دي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته ترسره شوه