Englishافغانستانامنیتکندهار

په افغانستان کې د امنیت ټینګښت؛ ثبات، ورزشي فعالیتونو او د جرمونو د… — Bakhtar

DevelopingSecurityکندهار1 SourcesUpdated: 2026-07-04 12:59:26🎙 Listen to radio

Summary: تبصره: امنیت د هر هېواد د پرمختګ، اقتصادي ودې او ټولنیز ثبات بنسټیز شرط ګڼل کېږي. کله چې په یوه هېواد کې امنیت ټینګ وي، د خلکو ورځنی ژوند عادي کېږي، اقتصادي فعالیتونه پراخېږي، پانګونه زیاتېږي او د ټولنې بېلابېل سکټورونه د پرمختګ فرصت پیدا کوي.د افغانستان اوسنی وضعیت د دې څرګندونه کوي، چې د امنیت ټینګښت د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پام وړ بدلونونه رامنځته کړي دي.د امنیت د ښه کېدو یوه مهمه نښه دا ده، چې په وروستیو کلونو کې د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو تګ راتګ زیات شوی دی.د بامیان، بدخشان، نورستان، هرات، کندهار او نورو سیمو طبیعي او تاریخي ځایونه د سیلانیانو کوربه دي، چې دا د امنیت او ثبات له فضا پرته امکان نه لري.ورزش هم د امنیت له مهمو شاخصونو څخه ګڼل کېږي.نن ورځ د افغانستان په بېلابېلو زونونو او ولایتونو کې د کرکټ، فوټبال، والیبال، بزکشۍ او نورو لوبو ترڅنګ نړیوالې سیالۍ او ورزشي پروګرامونه ترسره کېږي، چې د خلکو پراخ ګډون پکې د عادي ژوند او ټولنیز ثبات څرګندونه کوي.له بلې خوا، د لویو لارو امنیت او د خلکو د ازاد تګ راتګ اسانتیا د امنیت د ښه کېدو بله مهمه نښه ده.د هېواد د شمال، جنوب، ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د سوداګریزو او نورو لارو خوندي کېدل د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا او د خلکو د باور د زیاتېدو لامل شوي دي.د جرمونو د کچې د کمېدو په اړه هم د امنیتي ادارو اقدامات د پام وړ بلل کېږي.د غلاوو، انسان تښتونو، وسله‌ والو بریدونو او نورو جنايي پېښو د مخنیوي لپاره د امنیتي تدابیرو پیاوړتیا د دې سبب شوې چې په ګڼو سیمو کې د جرمونو کچه راټیټه شي او خلک د پخوا په پرتله د ډاډ احساس وکړي.همدارنګه، د امنیت ټینګښت د سوداګرۍ، پانګونې او سیمه‌ ییزو اقتصادي اړیکو لپاره هم مناسب چاپېریال برابر کړی دی.کله چې امنیت موجود وي، سوداګر او پانګه‌ وال په ډاډه زړه خپلې اقتصادي چارې پرمخ وړي او د هېواد اقتصادي فعالیتونه پراخېږي.په ټوله کې د امنیت، د سیلګرۍ پراختیا، د ورزشي سیالیو منظم ترسره کېدل، د لویو لارو خونديتوب او د جرمونو د کچې کمېدل هغه شاخصونه دي، چې د افغانستان د امنیتي وضعیت د ښه کېدو په اړه یو مثبت انځور وړاندې کوي. د دې لاسته راوړنو دوام کولی شي د هېواد د اقتصادي ودې، ټولنیز ثبات او سیمه‌ ییز تعامل لپاره لا ډېر فرصتونه رامنځته کړي.

Quick facts

Locationکندهار
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-04 12:59:26

Timeline

  1. Bakhtar

    په افغانستان کې د امنیت ټینګښت؛ ثبات، ورزشي فعالیتونو او د جرمونو د کمېدو څرګندې نښې دي

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-04 08:38:13

په افغانستان کې د امنیت ټینګښت؛ ثبات، ورزشي فعالیتونو او د جرمونو د کمېدو څرګندې نښې دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button