Economyافغانستاندری

تهران؛ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د بنګله دېش پارلمان له رئيس… — Bakhtar

در حال تکمیلEconomy1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-04 12:59:27🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د هېواد د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې ښاغلي مولوي امير خان متقي تهران کې د بنګله دېش هېواد د پارلمان له رئيس حافظ ‌الدين احمد سره کتلي دي. د یاد وزارت ویاند پر خپله اکس پاڼه همدارنګه لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د دوو اړخيزو اړيکو د پراختيا، په ځانګړې توګه د سوداګريزو اړيکو د ودې په اړه خبرې شوې دي.د سرچینې په وینا د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د دوه اړخيزې سوداګرۍ ظرفيتونه د پام وړ بللي او ټينګار يې کړی، چې دغه فرصتونه د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره وکارول شي.ورته مهال د بنګله دېش د پارلمان رئيس د دواړو هېوادونو اړيکې پخوانۍ بللې او د افغانستان اقتصادي بيارغونې سره يې د سوداګريزو اړيکو د غوړېدا د دواړو لوريو لپاره ښه فرصت بللی دی.د یادونې وړ ده، چې د بهرنیو چارو وزیر د رياست الوزراء د اقتصادي مرستیال په مشرۍ پلاوي کې د ایران د مخکېني مذهبي مشر د تدفین په مراسمو کې د ګډون په موخه هغه هېواد ته سفر کړی و.

اطلاعات کوتاه

موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-04 12:59:27

خط زمانی

  1. Bakhtar

    تهران؛ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د بنګله دېش پارلمان له رئيس سره کتلي دي

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-04 08:11:46

تهران؛ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د بنګله دېش پارلمان له رئيس سره کتلي دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button