Summary: د هېواد د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې ښاغلي مولوي امير خان متقي تهران کې د بنګله دېش هېواد د پارلمان له رئيس حافظ الدين احمد سره کتلي دي. د یاد وزارت ویاند پر خپله اکس پاڼه همدارنګه لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د دوو اړخيزو اړيکو د پراختيا، په ځانګړې توګه د سوداګريزو اړيکو د ودې په اړه خبرې شوې دي.د سرچینې په وینا د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د دوه اړخيزې سوداګرۍ ظرفيتونه د پام وړ بللي او ټينګار يې کړی، چې دغه فرصتونه د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره وکارول شي.ورته مهال د بنګله دېش د پارلمان رئيس د دواړو هېوادونو اړيکې پخوانۍ بللې او د افغانستان اقتصادي بيارغونې سره يې د سوداګريزو اړيکو د غوړېدا د دواړو لوريو لپاره ښه فرصت بللی دی.د یادونې وړ ده، چې د بهرنیو چارو وزیر د رياست الوزراء د اقتصادي مرستیال په مشرۍ پلاوي کې د ایران د مخکېني مذهبي مشر د تدفین په مراسمو کې د ګډون په موخه هغه هېواد ته سفر کړی و.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
تهران؛ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د بنګله دېش پارلمان له رئيس سره کتلي دي
Sources
Afghan sources
تهران؛ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د بنګله دېش پارلمان له رئيس سره کتلي دي