EnglishKabulSportsافغانستان

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته ماته ورکړه — Pajhwok

DevelopingSportsKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-19 19:35:12🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) _ د افغانستان، بنګله‌دېش او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو نړۍوالو درې‌اړخیزه سیالیو په لړ کې افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې زمبابوې ته د ١٥٨ منډو په توپیر ماته ورکړه. د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لوبه د ابوظبۍ په زاید کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه. د یادې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړۍ یې توپوهنه ترسره کړه چې په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٢٩٤ منډې وکړې. د افغانستان له لوري په توپوهنه کې صدیق الله اتل ١٠٢، ابراهیم ځدراڼ ٩٠، حشمت الله شهیدي ٢٨ او رحمان الله ګربز ٢٥ منډې وکړې. زمبابوې لوبډلې ورکړل شوې هدف پوره نه کړای شو او په ٣٨.٤ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٣٦ منډې وکړې او د ١٥٨ منډو په توپیر یې له افغان لوبډلې ماتې وخوړه. دغه لوبه کې راشد خان څلور، فضل الحق فاروق دوه، الله محمد غضنفر او محمد نبي د زمبابوې یو یو لوبغاړي وسوځول. د افغانستان، بنګله‌دېش او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو درې اړخیزه لوبلړۍ په متحده عربي امارتو کې د افغانستان په کوربه‌توب ترسره کېږي.

Quick facts

LocationKabul
TopicSports
Sources1
Updated2026-10-19 19:35:12

Timeline

  1. Pajhwok

    د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته ماته ورکړه

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-20 00:03:34

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته ماته ورکړه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button