کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د بلوچستان په ګوادر کې پر پاکستاني ځواکونو د ماين چاودنه شوې چې له امله يې يو پوځي جګړن وژل شوی دی. د پاکستان دولتي خبري اژانس (اېاېنپي) د دغه هېواد د پوځ د عامه اړيکو څانګې د خبرپاڼې په حواله راپور ورکړی چې ۳۴ کلن جګړن وجاهت وحید د ګوادر ولسوالۍ د پسني تحصیل په شادي کور سیمه کې د عملیاتو پر مهال د ماين په چاودنه کې وژل شوی دی. سرچينې د پېښې او د ياد جګړن د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.
اطلاعات کوتاه
مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
بهروزرسانی2026-10-19 19:40:07
خط زمانی
-
Pajhwok
بلوچستان کې چاودنې د پاکستان د پوځ یو جګړن وژلی