د تېر جمهوري نظام په مشرانو جرګه کې د افغان هندوانو او سېکانو استازې انارکلي هنر یار، د ازبکي ژبې د ملي ورځې په مناسبت ویلي، ازبکي ژبه د افغانانو د هویت او فرهنګ سمبول او زمونږ د نیکونو میراث دی. سید ابرار حسین د دوشنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدل او د قطر او ترکیې د منځګړیتوب د هڅو ناکامي د دواړو لورو ترمنځ د امنیتي اختلافونو پایله ده. نوموړي ویلي، اسلاماباد ځان د اوسنیو سیاستونو دوام ته اړ بولي، ځکه د ده په وینا، د پاکستان وګړي او امنیتي ځواکونه هره ورځ له ترهګریزو بریدونو سره مخ دي. د پاکستان دغه پخواني ډیپلومات ټینګار کړی چې د اسلاماباد له نظره، د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو تر ټولو لوی خنډ دی. هغه زیاته کړې چې که د ټيټيپي د فعالیتونو په اړه د پاکستان اندېښنې حل شي، د طالبانو او اسلاماباد اړیکې بېرته عادي حالت ته ستنېدای شي. ابرار حسین ویلي چې پاکستان په لومړیو کې واک ته د طالبانو د بیا رسېدو هرکلی وکړ، خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د ټيټيپي بریدونه زیات شول او ورسره د اسلاماباد امنیتي اندېښنې هم پراخې شوې. نوموړي د روان کړکېچ د…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
انارکلي هنریار: ازبکي ژبه زموږ د هویت او فرهنګ سمبول او د نیکونو ویاړلی میراث دی
سرچینې
Afghan sources
انارکلي هنریار: ازبکي ژبه زموږ د هویت او فرهنګ سمبول او د نیکونو ویاړلی میراث دی