کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د اسپانیا په ختیځ کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه څلور کسان مړه او له دوو زرو ډېر د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او سلګونه نور بیا د ژغورنې ځواکونو له خوا ژغورل شوي دي. الجزیرې راپور ورکړی چې د «ادم» توپان له امله د شنبې له ورځې سخت بارانونه پیل شوي او د اسپانیا د مدیترانې سمندرګي د ساحلي سیمو، په ځانګړې توګه د والنسیا سیمه یې تر اوبو لاندې کړې ده. د راپور له مخې، د والنسیا په ځینو سیمو کې په ۲۴ ساعتونو کې پر هر متر مربع تر ۷۰۰ لېترو پورې باران ورېدلی چې له امله یې د سیندونو اوبه لوړې شوې، سړکونه تر اوبو لاندې شوي او د یو شمېر ښارونو او کليو ترمنځ لارې بندې شوې دي. ځايي چارواکو تایید کړې چې د دغو سېلابونو له امله څلور کسان مړه شوي دي. د چارواکو په وینا، دوه کسان په اولیوا ساحلي ښار، یو د ساګونتو په ساحل او بل کس په کاتالونیا کې یوه تېز بهېدونکي سیند ته د لوېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د چارواکو په خبره، امنیتي ځواکونو د والنسیا په سیمه کې د ژغورنې تر ۴۰۰ ډېر عملیات ترسره کړي او یو شمېر هغه اوسېدونکي چې د خپلو کورونو پر بامونو بند پاتې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
اسپانیا کې باران او سېلابونه؛ څلور کسان مړه او سلګونه خلک له کورونو وتلي
سرچینې
Afghan sources
اسپانیا کې باران او سېلابونه؛ څلور کسان مړه او سلګونه خلک له کورونو وتلي