EnglishKabulافغانستانامنیت

سعودي عربستان د پانګونې ستر کنفرانس تر ۲۰۲۷ کال پورې وځنډاوه — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-20 05:34:59🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) – سعودي عربستان پر دغه هېواد د یمن د حوثیانو د مرګونو بریدونو زیاتېدو له امله د «راتلونکې پانګونې نوښت» په نوم د پانګونې لوی کنفرانس، چې ټاکل شوې وه راتلونکې اونۍ په ریاض کې ترسره شي، تر ۲۰۲۷ کال پورې ځنډولی دی. دغه کنفرانس چې د «صحرا داووس» په نوم هم پېژندل کېږي، د سعودي له مهمو اقتصادي غونډو څخه دی. د دې غونډې موخه د ګرځندوی، ورزش او ټکنالوجۍ برخو د پراختیا او پر تېلو د دغه هېواد د اقتصادي تکیې کمولو لپاره د میلیاردونو ډالرو بهرنۍ پانګونې راجلبول دي. د راتلونکې پانګونې نوښت بنسټ اجرائیوي مشرې، ماها بنت مشاري ال سعود ویلي چې د دغه کنفرانس د ځنډولو پرېکړه د خپلو شریکانو، ویناوالو او ګډونوالو پر وړاندې د یاد بنسټ د ژمنو له مخې شوې ده. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په وروستیو اونیو کې د سعودي په مشرۍ ايتلاف او د یمن د حوثیانو ترمنځ، چې د ایران ملاتړ ورسره دی، نښتې زیاتې شوې دي. د راپور له مخې، حوثیانو په خپلو وروستیو بریدونو کې د عربستان پوځي تاسیسات، د انرژۍ برخې او ملکي زیربناوې، د ریاض د نړۍوال هوايي ډګر په ګډون، په نښه کړې دي چې له امله یې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي. په همدې حال کې، د بریدونو د…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-20 05:34:59

Timeline

  1. Pajhwok

    سعودي عربستان د پانګونې ستر کنفرانس تر ۲۰۲۷ کال پورې وځنډاوه

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-20 10:00:34

سعودي عربستان د پانګونې ستر کنفرانس تر ۲۰۲۷ کال پورې وځنډاوه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button