EnglishKabulافغانستانامنیت

کوېټه کې چاودنې دوه پولیس ټپیان کړي — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-20 06:38:33🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د بلوچستان په مرکز کوېټه کې د یوې چاودنې له امله دوه پولیس ټپیان شوي دي. د پاکستان «هم‌نیوز» راپور ورکړی چې دغه چاودنه نن (سه‌شنبه) د کوېټې په «میان غونډۍ» سیمه کې شوې ده. سرچینې د پولیسو له قوله ویلي چې په چاودنه کې دوه پولیس ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي. راپور زیاتوي چې له پېښې وروسته پولیس او نور امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي، سیمه یې کلابنده کړې او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي. تر اوسه د چاودنې څرنګوالی او لامل نه دی معلوم شوی.

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-20 06:38:33

Timeline

  1. Pajhwok

    کوېټه کې چاودنې دوه پولیس ټپیان کړي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-20 11:07:53

کوېټه کې چاودنې دوه پولیس ټپیان کړي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button