Politicsافغانستاندری

نورستان کې د دوو کانالونو د جوړېدو چارې بشپړې شوې — Bakhtar

در حال تکمیلPolitics1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-20 07:12:11🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د دوو کانالونو د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئيس محمد ولي حسن باختر اژانس ته ویلي، چې دغه کانالونه د مرکز پارون اړوند په اسټیوۍ سیمه کې د خوړو نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي دي.نوموړي زیاته کړې چې دغه کانالونه ټولټال ۷ زره متره اوږدوالی لري او ورسره د ۲۳ او ۳۰ متره سربندونه هم پکې جوړ شوي او پر مټ به یې ۲ زره جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د یادې موسسې له لوري د څه باندې ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د پرونس او ډیوې سیمو ۷ زره ۷۰۰ متره کانالونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

اطلاعات کوتاه

موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-20 07:12:11

خط زمانی

  1. Bakhtar

    نورستان کې د دوو کانالونو د جوړېدو چارې بشپړې شوې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-20 05:55:08

نورستان کې د دوو کانالونو د جوړېدو چارې بشپړې شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button