HealthKabulافغانستانپښتو

اقتصادي کمېسیون: د توکو نرخونه او کیفیت دې په جدي ډول کنټرول شي — Pajhwok

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-20 11:34:12🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په ځانګړې غونډه کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول او له سرغړوونکو سره پر قانوني چلند ټینګار شوی دی. د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې غونډه کې د هېواد په بازارونو کې د توکو د نرخونو او کیفیت د کنټرول په اړه هر اړخیز بحث وشو. سرچینې لیکلي چې د موضوع له ارزونې وروسته پرېکړه وشوه چې په ولایتونو او ولسوالیو کې دې د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر مشرۍ لاندې د مستهلکینو کمېټې د دغه وزارت د لارښود له مخې د توکو د نرخونو د کنټرول لپاره خپل مسوولیتونه په جدي ډول ترسره کړي. د خبرپاڼې له مخې، په کابل ښار کې دې هم د کابل ښاروالۍ تر مشرۍ لاندې جوړه شوې کمېټه د توکو د نرخونو د کنټرول برخه کې خپل مسوولیتونه په جدي ډول ترسره کړي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د توکو د کیفیت د کنټرول برخه کې پرېکړه شوې چې په سوداګریزو بندرونو کې دې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د وارداتي توکو د کیفیت د کنټرول برخه کې د معیار او کیفیت اداره خپل فعالیتونه پیاوړي کړي. سرچینې زیاته کړې چې د تعرفې کمېټه دې پر وارداتي توکو تعرفې هغه مهال زیاتې کړي…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-10-20 11:34:12

مهالوېش

  1. Pajhwok

    اقتصادي کمېسیون: د توکو نرخونه او کیفیت دې په جدي ډول کنټرول شي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-20 16:03:20

اقتصادي کمېسیون: د توکو نرخونه او کیفیت دې په جدي ډول کنټرول شي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button