DiplomacyKabulافغانستاندری

کرنې وزارت: سږ کال د هېواد په کچه څه باندې پنځه میلیون مټریک… — Pajhwok

در حال تکمیلDiplomacyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-20 11:38:45🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، سږ کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي. سرچینه زیاتوي، د دغو شمېرو له مخې، روان کال په هېواد کې پر ۱.۹۷ میلیونه هکټاره ځمکه غنم کرل شوي چې د تېر کال په پرتله ۴.۱ سلنه زیاتوالی ښيي. له دې ډلې ۱.۳۴ میلیونه هکټاره اوبیزه او ۶۲۵ زره هکټاره للمي ځمکه وه. خبرپاڼه کې راغلي، له دې سره سره په روان کال کې د هېواد د غنمو مصرفي اړتیا ۷.۰۹ میلیونه مټریک ټنه اټکل شوې ده. په هېواد کې د ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنمو تولید ته په پام سره د بازار د اړتیاوو یوه برخه د وارداتو له لارې پوره کېږي. د کرنې وزارت ویلي چې تېر کال په هېواد کې پر ۱.۸۹ میلیونه هکټاره ځمکه غنم کرل شوي وو او د دغه محصول ټولیز تولید ۴.۵۴ میلیونه مټریک ټنو ته رسېدلی و.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعDiplomacy
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-20 11:38:45

خط زمانی

  1. Pajhwok

    کرنې وزارت: سږ کال د هېواد په کچه څه باندې پنځه میلیون مټریک ټنه غنم راټول شوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-20 16:06:10

کرنې وزارت: سږ کال د هېواد په کچه څه باندې پنځه میلیون مټریک ټنه غنم راټول شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button