KabulPoliticsافغانستانپښتو

ټرمپ: له روسیې سره د خبرو لپاره دې د زلنسکي پر ځای بل… — Pajhwok

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-20 15:07:07🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي پر ځای باید بل څوک له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو په موخه د کی‌یف په استازیتوب خبرې وکړي. د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي: «شاید اوس د دې وخت رارسېدلی وي چې زلنسکي د خبرو اترو لپاره بل څوک وټاکي.» ټرمپ تر دې وړاندې د اکتوبر په ۱۰مه هم د اوکراین د ولسمشر د بدلولو غوښتنه کړې وه. نوموړي همدارنګه ویلي چې روسیې د اوکراین په اړه «ښه» چلند کړی او زیاته کړې یې ده: «هغوی ډېر څه نه دي کړي.» د راپور له مخې، ټرمپ ویلي چې امریکا له اوکراین سره د استخباراتي معلوماتو شریکولو ته دوام ورکوي. هغه زیاته کړې چې دا به هم وڅېړي چې ایا اوکراینیانو ته د جګړې تر پای پورې په امریکا کې د لنډمهالي خوندیتوب د وضعیت له مخې د پاتې کېدو اجازه ورکول کېدای شي که نه؟

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-10-20 15:07:07

مهالوېش

  1. Pajhwok

    ټرمپ: له روسیې سره د خبرو لپاره دې د زلنسکي پر ځای بل څوک وټاکل شي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-20 19:35:20

ټرمپ: له روسیې سره د خبرو لپاره دې د زلنسکي پر ځای بل څوک وټاکل شي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button