Kabulافغانستانامنیتدری

ایران: له فشارونو سره سره مو اقتصاد ښه مقاومت ښودلی — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-20 16:21:28🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – ایراني چارواکو د دغه هېواد د اقتصادي سقوط او د اقتصادي فشارونو له امله د حکومت د کنټرول له لاسه ورکولو په اړه د امریکا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې د بندیزونو او جګړې له امله د رامنځته‌شوو ستونزو سره سره، د ایران اقتصاد ښه مقاومت ښودلی دی؛ ورته مهال شنونکو الجزیرې ته ویلي چې تهران به له مالي ستونزو سره سره «د خپلو سیمه‌ییزو متحدو ډلو ملاتړ ته لومړیتوب ورکړي.» د الجزیرې د راپور له مخې، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر براد کوپر ویلي چې د ایران پر وړاندې د امریکا بریدونو او سمندري کلابندۍ د دغه هېواد د لږترلږه ۲۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت د خامو تېلو د صادراتو مخه نیولې او د شاوخوا ۳۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت یې د کریپټو اسعارو شتمنۍ کنګل کړې دي. هغه ادعا کړې چې د دغو اقداماتو له امله د ایران سپاه پاسداران د خپلو سرتېرو د معاشونو د ورکړې لپاره له مالي ستونزو سره مخ شوي او د ایران تر ملاتړې لاندې ډلې هم د پیسو له کمښت سره مخ دي. د الجزیرې راپور کې راغلي چې د ایران د مرکزي بانک رئیس عبدالناصر همتي بیا د دغه هېواد د اقتصاد د سقوط ادعا رد کړې او ویلي یې دي: «له ټولو دغو فشارونو سره سره، د ایران اقتصاد ښه مقاومت ښودلی او…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-20 16:21:28

خط زمانی

  1. Pajhwok

    ایران: له فشارونو سره سره مو اقتصاد ښه مقاومت ښودلی

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-20 20:51:15

ایران: له فشارونو سره سره مو اقتصاد ښه مقاومت ښودلی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button