افغانستانامنیتپښتو

سعودي کې د افغانستان سفیر له سعودي مسوولینو سره د افغان بندیانو پر… — Bakhtar

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-20 19:17:10🎙 راډیو واورئ

Summary: په سعودي عربستان کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست شيخ عبد الفتاح رحیمي د وافدینو ادارې له رئیس برید جنرال سلطان بن ناصر العتیبي، د ابعادو ادارې له رئیس ډګروال ناهس بن متعب المطیري او د حائر زندان له مسوول ډگروال عبد الرحمن بن قالط الناهسي سره کتلي دي. یاد سفارت په خپله اکس پاڼه لیکلي، چې په دې کتنو کې د افغان بندیانو پر وضعیت، د هغوی د ستونزو پر حل او د اسانتیاوو په برابرولو خبرې شوې.ښاغلي رحیمي د یادو کتنو په ترڅ کې له افغان بندیانو سره هم کتلي، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې اورېدلې او د سفارت د دوامدارې پاملرنې ډاډ یې ورکړی دی. ورته مهال؛ سعودي لوريو هم د اړوندو اصولو او مقرراتو په چوکاټ کې د بندیانو د وضعیت او خدمتونو په اړه د همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-20 19:17:10

مهالوېش

  1. Bakhtar

    سعودي کې د افغانستان سفیر له سعودي مسوولینو سره د افغان بندیانو پر وضعیت او د هغوی د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-20 10:25:52

سعودي کې د افغانستان سفیر له سعودي مسوولینو سره د افغان بندیانو پر وضعیت او د هغوی د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button