افغانستانامنیتپښتوهرات

هرات کې د یوه ټکسي‌چلوونکي د قتل او د هغه د موټر د… — Pajhwok

روان خبرSecurityهرات1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-04 15:31:33🎙 راډیو واورئ

هرات (پژواک، ۱۳ سرطان ۱۴۰۵): د هرات امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې د یوه ټکسي‌چلوونکي د قتل او د هغه د موټر د غلا په تور درې کسان نیولي شوي دي. د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند ډاکټر سیدمسعود حسینی په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «دغه درې کسان شاوخوا یوه اونۍ مخکې مقتول چې د ټکسي موټر چلوونکی و، په دوکه د هرات ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د ګرده‌پارک سیمې ته بیولی او هلته یې د زهري شړومبو په وسیله بې‌هوښه کړی و؛ وروسته یې د هغه موټر او نور وسایل غلا کړي، نوموړی یې وژلی او په پټه یې په هماغه سیمه کې خښ کړی و.» هغه زیاته کړې چې امنیتي ځواکونو له پلټنو وروسته د جسد د خښېدو ځای معلوم کړ، لومړی یې یو شکمن کس تېره ورځ په هرات ښار کې ونیوه. د هغه په خبره، دوه نور شکمن کسان هم هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې د نیمروز ولایت له لارې له هېواده وتښتي او وروسته د نورو څېړنو لپاره هرات ته ولېږدول شول. حسيني وايی، نیول شوو کسانو د پلټنو پر مهال پر خپل دغه جرم اعتراف کړی او د دغه کار انګېزه یې د موټر او د مقتول د مالونو غلا بللې ده. هغه ویلي چې د نیول شوو کسانو دوسیې به له لومړنیو پړاوونو وروسته عدلي او…

لنډ معلومات

ځایهرات
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-04 15:31:33

مهالوېش

  1. Pajhwok

    هرات کې د یوه ټکسي‌چلوونکي د قتل او د هغه د موټر د غلا په تور درې کسان نیول شوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-04 11:55:42

هرات کې د یوه ټکسي‌چلوونکي د قتل او د هغه د موټر د غلا په تور درې کسان نیول شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button