Summary: د هرات ولایت ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د زیرکوه ولسوالۍ لپاره د څه باندې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د هرات د والي ویاند مفتي محمد یوسف سعیدي باختر اژانس ته ویلي، چې دغه ودانۍ د کورنیو چارو وزارت په مالي ملات د ۱۹ میلیونه ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پر ۶۲۰ متره مربع ځمکه جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. هغه زیاته کړې، چې په دغه ولسوالۍ کې د یو شمېر نورو پروژو چارې هم روانې دي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
اطلاعات کوتاه
مکانهرات
موضوعNews
منابع1
بهروزرسانی2026-10-20 19:17:12
خط زمانی
-
Bakhtar
هرات؛ زیرکوه ولسوالۍ ته نوې ودانۍ جوړه شوه