د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې کایا کالاس ویلي، چې حوثي یاغیان په یمن او سعودي عربستان کې پر ملکي وګړو د ترهګریزو کړنو له لارې په سیمه کې د وېرې خپرولو هڅه کوي. تاجکستان نږدې درې لسیزې وړاندې وښودله چې څنګه یو ځانګړی کلتوري او ژبنی هویت لرونکی ولس کولای شي له تاریخي جبره ووځي، خپله خودمختاري ثبت کړي او خپل خپلواک ملی او دولتي تشخص رامنځته کړي. نن ورځ د سپتمبر نهمه د تاجکستان د خپلواکۍ خورا ارزښتمنه او تاریخي ورځ ده. موږ افغانان او بلخصوص پښتانه په دې ورځ نه یوازې خپلو ګاونډیانو او ورورڼو تاجیکستانیانو ته د زړه له کومې مبارکي وایو، بلکې په دې برخلیک ټاکونکې شیبه کې له هغوی سره په نږدې ژورې فکري همغږۍ، خواخوږۍ او پیوستون کې ولاړ یو. د تاجکستان دا تاریخي لاسته راوړنه د پښتونستان ( خېبر پښتونخوا او بلوچستان) د ملت لپاره یو غښتلی تحلیلي بېلګه او دروند فکري پرمختګ دی. دا ښیې چې د یو ولس لپاره ازادي، خپلواکي، ملکی واکمنۍ او د خپل سرنوشت ټاکل تر ټولو اساسي او حیاتي اړتیا ده.له نظري، عددي او جغرافیايي پلوه که له تاجکستان له پښتونستان سره مقایسه شي نو د پښتنو جغرافیه او بشري برخه نسبت تاجکستان ته ډیره پراخه او غښتلې ده. تاجکستان نږدې ۱۴۲,۵۵۰ مربع کیلومتره مساحت او څه باندې ۱۰.۵ ملیونه نفوس لري. په داسې حال…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
کایا کالاس: حوثیان په یمن او سعودي کې د ترهګریزو کړنو له لارې وېره خپرول غواړي
منابع
Afghan sources
کایا کالاس: حوثیان په یمن او سعودي کې د ترهګریزو کړنو له لارې وېره خپرول غواړي