د ملګرو ملتونو ادارو خبرداری ورکړی چې په راروان ژمي کې به شاوخوا ۱۹ میلیونه افغانان له سختې لوږې او ۴ میلیونه ماشومان شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي. د خوړو نړیوال پروګرام بیا ویلي، چې د ښو حاصلاتو سره سره بېکارۍ او بېوزلۍ د خلکو د پېر ځواک کم کړی دی. مریم المسند دغه څرګندونې د سېشنبې په ورځ، د تلې په ۲۸مه، په دوحه کې د افغانستان د همغږۍ ډلې په غونډه کې کړې دي. دغه غونډه د اکتوبر له ۲۰مې تر ۲۱مې پورې په دوحه کې جوړېږي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د نوموړې له قوله ویل شوي، چې افغانستان تر بل هر وخت ډېرې دوامدارې نړیوالې همکارۍ، روښانه لومړیتوبونو او عملي همغږۍ ته اړتیا لري. هغې ویلي، دوحه تل پر دې باور ده چې پېچلې او ستونزمنې مسئلې باید د خبرو اترو له لارې حل شي. نوموړې د دوحې مذاکراتو ته په اشارې ویلي، چې قطر د خبرو اترو او مخکینۍ ډیپلوماسۍ پر بنسټ د سولهییزو حللارو ملاتړ کوي. قطر له ۲۰۱۳ کال راهیسې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی او د طالبانو او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د منځګړي رول هم لوبوي. دغه هېواد د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د دوحې د بهیر کوربهتوب هم کوي. د قطر د نړیوالو همکاریو وزیرې ویلي، چې د دوحې بهیر له…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
ملګري ملتونه: تر ۱۹ میلیونو زیات افغانان په راروان ژمي کې له سختې لوږې سره مخ دي
سرچینې
Afghan sources
ملګري ملتونه: تر ۱۹ میلیونو زیات افغانان په راروان ژمي کې له سختې لوږې سره مخ دي