EnglishPoliticsافغانستان

د امریکا له انتخاباتو مخکي له افغانستانه د امریکائي پوځیانو د وتلو په باب راپور خپریږي

DevelopingPolitics1 SourcesUpdated: 2026-10-21 01:30:08🎙 Listen to radio

ممکنه ده د امریکا جنګ وزارت د میڼځ پړاوه انتخاباتو له ترسره کیدا مخکې له افغانستانه د ا مریکائي پوځیانو د وتلو دارزونې راپور خپور کړي. تسنیم خبری آژانس راپور ورکوي، واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، یو شمیر اوسني او پخواني امریکائي پوځي چارواکي تمه لري ، پنټاګان به احتمالا د مینځ پړاوه انتخاباتو له ترسره کیدا مخکې له افغانستانه د امریکا دبشپړ وتلو د ارزونې راپور خپور کړي. ددغه راپور په اساس ،ځیني سرچینې احتمال ورکوي، چې په راپور کې به د وتلو په بهیر کې د دخیلو جنرالانو په ضد انضباطي اقداماتو لپاره ځیني وړاندیزونه شامل وي.، ځینو سرچینو وئیلي دي، له انتخاباتو مخکې د راپور خپریدا ممکنه ده ، سیاسی انګیزې ولرل شي ، په عین حال کې ځینو نورو سرچینو هم ټينګار کړی چې ددغه راپور دخپریدا نهائي وخت تر دې دمه لا روښانه نه دی . د امریکا کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ د ۲۰۲۴کال په انتخاباتي کمپاین کې په کرتو له افغانستانه د امریکائي عسکرو په بې شرمه ویستلو باندې نیوکې کړي او ژمنه ئې کړې وه، هغه کسان به چې دبایډن حکومت په فیصلې کولو کې ئې رول درلودلی وي، ځواب وئيونکی ئې کړي. د امریکا جنګ وزیر پيت هګسټ هم ددغې دوسیې د ارزونې حکم صادر کړی او وئیلي ئې دي ، په دې کې دخیل کسان باید ځواب ووائي:::

Quick facts

TopicPolitics
Sources1
Updated2026-10-21 01:30:08

Timeline

  1. Parstoday

    د امریکا له انتخاباتو مخکي له افغانستانه د امریکائي پوځیانو د وتلو په باب راپور خپریږي

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-10-21 01:22:51

د امریکا له انتخاباتو مخکي له افغانستانه د امریکائي پوځیانو د وتلو په باب راپور خپریږي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button