KabulNewsافغانستاندری

اوچا: افغانستان کې نږدې ۱۶ میلیونه خلک د خوړو له سختې ناامنۍ سره… — Pajhwok

در حال تکمیلNewsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-21 07:07:14🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي چې په افغانستان کې نږدې ۱۶ میلیونه کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي او ټینګار کوي چې د دغه هېواد له خلکو سره د بشري مرستو دوام اړین دی. د ملګرو ملتونو د هغه راپور له مخې چې په جنیوا کې خپور شوی، د اوچا استازې اولګا چریوکو د سې‌شنبې په ورځ (د اکټوبر ۲۰مه) له کابله په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د ژمي په رانږدې کېدو سره د افغانستان بشري وضعیت لا د اندېښنې وړ کېږي. هغې زیاته کړې چې د روان میلادي کال په سپټمبر او اکټوبر میاشتو کې ۱۵.۹ میلیونه کسان، چې د افغانستان د نفوس نږدې درېیمه برخه جوړوي، د غذایي ناامنۍ له بحراني یا تر دې هم سخت وضعیت سره مخ وو. د هغې په وینا، اټکل کېږي چې راتلونکی کال به په افغانستان کې له شپږو میاشتو تر پنځو کلونو عمر لرونکي له څلور میلیونه ډېر ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا پیدا کړي. چریوکو د افغانستان سوېلي او شمال‌ختیځو سیمو ته خپلو وروستیو سفرونو ته په اشاره ویلي چې په دغه هېواد کې د خوړو بحران یوازې د خوراکي توکو له کمښت سره تړاو نه لري، بلکې فقر، د کافي عاید نشتوالی او اساسي خدمتونو ته محدود لاسرسی هم د دغه بحران مهم…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعNews
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-21 07:07:14

خط زمانی

  1. Pajhwok

    اوچا: افغانستان کې نږدې ۱۶ میلیونه خلک د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-21 11:36:46

اوچا: افغانستان کې نږدې ۱۶ میلیونه خلک د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button