کابل (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۵): د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ایتلاف ویاند ترکي المالکي ویلي چې د دغه هېواد پر لور روانې پنځه بېپیلوټه الوتکې یې د مدینې منورې او ختیځې سیمې په اړوندو برخو کې شنډې او له منځه وړې دي. المالکي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د سعودي عربستان پر لور روانې څلور بېپیلوټه الوتکې شنډې او له منځه وړل شوې دي. هغه زیاته کړې چې د دغو الوتکو د شنډولو عملیات د مدینې منورې او د سعودي عربستان په ختیځه سیمه کې ترسره شوي دي. ده وروسته په یوه بل پوسټ کې ویلي چې د ختیځې سیمې پر لور روانه یوه بله بېپیلوټه الوتکه هم شنډه او له منځه وړل شوې ده. المالکي په دې اړه جزییات نه دي ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د سعودي عربستان او د یمن د حوثیانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی. په ورته مهال، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پرون (سېشنبه) د عراق له «الاخباریه» ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې نه سعودي عربستان او نه هم حوثیانو د دواړو لورو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ایران د منځګړیتوب وړاندیز ته ځواب ورکړی دی. د رویټرز د راپور له مخې، عراقچي ویلي چې د روانې میاشتې په پیل کې یې د سعودي عربستان او…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
سعودي عربستان: پنځه بېپیلوټه الوتکې مو شنډې او له منځه وړې دي
سرچینې
Afghan sources
سعودي عربستان: پنځه بېپیلوټه الوتکې مو شنډې او له منځه وړې دي