KabulPoliticsافغانستانپښتو

د افغانستان او ترکیې سوداګریز اورګاډی؛ د ایران له لارې د لومړي سفر… — Af Now

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-21 11:30:31🎙 راډیو واورئ

کابل – د افغانستان، ایران او ترکیې ترمنځ د سوداګریز ټرانزیټ د پراختیا په موخه، د لومړي ګډ اورګاډي د تګ راتګ د پیل لپاره چمتووالی بشپړ شوی او تمه ده چې دغه مسیر په نږدې راتلونکي کې فعال شي. زمونږ د خبریال له راپور سره سم، د افغانستان د رېل پټلۍ د پراختیا کنسرسیوم اجرائیوي رئیس، مصطفی رضايي، ویلي چې د افغانستان، ایران او ترکیې ترمنځ د لومړي سوداګریز او ټرانزیټي اورګاډي د تګ راتګ لپاره مقدماتي چارې بشپړې شوې دي. رضايي زیاته کړې، د پلان له مخې به دغه اورګاډی په اوونۍ کې یو ځل له هرات څخه د ایران د خواف سیمې ته حرکت کوي او بیا به د ایران د رېل پټلۍ له شبکې او د رازي سرحدي بندر له لارې ترکیې ته ننوځي. هغه وايي دغه اورګاډی به د ترکیې د وان ښار له لارې د مدیترانې سمندرګي پر غاړه د مرسین بندر ته ورسېږي. د افغانستان د رېل پټلۍ د پراختیا کنسرسیوم اجرائیوي رئیس ویلي، شاوخوا دوه کاله وړاندې هم د ترکیې او افغانستان ترمنځ څو باروړونکو اورګاډو په ازمایښتي ډول تګ راتګ کړی و، خو دغه بهیر دوام ونه کړ. د نوموړي په وینا، په دغه سوداګریز اورګاډي کې به ایراني لوکوموتیف او اروپايي واګونونه وکارول شي او د تګ راتګ مدیریت به یې د افغانستان د رېل پټلۍ د پراختیا کنسرسیوم پر…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-10-21 11:30:31

مهالوېش

  1. Parstoday

    د افغانستان، ایران او ترکیې ترمنځ د لومړي سوداګریز اورګاډي د تګ راتګ لپاره چمتووالی

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-10-21 11:24:26

د افغانستان، ایران او ترکیې ترمنځ د لومړي سوداګریز اورګاډي د تګ راتګ لپاره چمتووالی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button